د کندوز پوهنتون مخترع محصلین د ولايت مقام له لوري وستايل شول.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۰:۳
vcb

د کندوز پوهنتون مخترع محصلین د ولايت مقام له لوري وستايل شول.

د کندوز ولایت مقام له لوري د کندوز پوهنتون هغه ځوان اختراع کونکي محصلين وستايل شول چې څه موده وړاندې یې د اوبو واټر پمپ اختراع کړی و.

د کندوز پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې یو تن استاد او (٧) تنه هغه محصلين چې څه موده وړاندې یې د خپلو استادانو په لارښوونه په خپلو وړتیاوو سره په کمو امکاناتو یو داسې یو پمپ اختراع کړی و چې د باد په ذريعه اوبه پمپ کوي چې تر ۵۰۰ متره مربع په لوړوالي سره پرته له بریښنا څخه د اوبه انتقالولو وړتيا لري ،نن د کندوز ولایت د رهبرۍ لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې په مادي او معنوي توګه وستايل شول.

یاده ستاینغونډه د کندوز پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه ، چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهيدزوی په ګډون ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، د څانګو آمرینو ، محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې یو تن محصل د حافظ احمد بلال له لوري د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو اياتونو سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ګډون والو ته د ښه راغلاست وویل او د کندوز ولايت مقام له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د کندوز پوهنتون ځوان اختراع کونکي محصلين په مادي او معنوي توګه ستايي، همداراز یې د خوښۍ اظهار ترڅنګ وويل د یادو محصلینو دا ډول اختراع ترسره کړې چې د موږ ته نوي آمیدونه راوبښل او د وطن د ځان بساینې لپاره یې هڅه کړې او نور اختراعاتو ته دې دوام ورکړي.

په غونډه کې د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهيد زوی په ګډون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي هم د یادو زیارکښو محصلینو هڅو ستایلو ترڅنګ خپلې علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې .

هیره دې نه وي چې د غونډې په پای کې د کندوز ولايت مقام له لوري کندوز د پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل شفيع الله رحمانیار او ۷ تنه محصلين باندې د ستاینلکونه او مادي تحفې ووېشل شوې.

غونډه د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په دعا پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه

17/12/1444 ه ق ، 14/4/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مديریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS