په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني سیاسي وضعیت، مهمو بدلونونو او اړوندو موضوعاتو په اړه محصلانو ته معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې شوې

دغه سیمینار د کندوز ولایت د علماوو شورا د غړي شیخ ممتازالله آغا له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت بېلابېل اړخونه تشریح او له محصلانو سره اړوند معلومات شریک کړل

د سیمینار په پروګرام کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دغه ډول علمي او فکري پروګرامونو جوړول د محصلانو د دیني، فکري او ټولنیز پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره کېږي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۶
Background image

کندوز پوهنتون کې د وردګ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په اړه مقدماتي کنفرانس وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په موخه، علماوو کرامو ته مقدماتي کنفرانس د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۵۲
Background image

کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د ارزونې پروسه پای ته ورسېده!

کندوز پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د راغلي پلاوي له لوري د پوهنتون د بېلابېلو برخو د ارزونې پروسه پای ته ورسېده

د یادې ارزونې د پای په مناسبت د کندوز پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۸
Background image

په کندوز پوهنتون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درس وړاندې شو!

د قرآن کریم د ژباړې او تشریح د علمي او دیني لړۍ په دوام، نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو د معناوو او مفاهیمو په اړه علمي او دیني درس وړاندې شو        

دغه. . .

BACK TO NEWS