د کندوز پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو د علمي او څېړنيزو سفرونو په لړ کې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۲
fghfgh

د کندوز پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو د علمي او څېړنيزو سفرونو په لړ کې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

په ياد علمي سفر کې چې تیره ورځ د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ عمومي بازار ، شهرشرېې ، صوفي زمان ، شهر روان شرکت ، د آمو سیند او چهار سره کې سيمو څخه لیدنه ترسره شوه.

په یاد علمي سفر کې د کندوز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو هر یو ښاغلي پوهنيار ثناء الله سنجر ، ښاغلي نامزد پوهنيار زلمي احمدي او د پوهنتون د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو مدير ښاغلي محمد زاهد خیال یې هم ملتیا کوله د محصلینو سره یوځای لومړی د يادې ولسوالۍ له ولسوال یو شمېر مدير صاحبانو سره ناسته ترسره کړه.

د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ ښاغلي ولسوال م و ل و ي صاحب جمعه ګل محمود دوی ته ښه راغلاست وويل او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنيار ثناء الله سنجر ، ښاغلي نامزد پوهنيار زلمي احمدي د یادې ولسوالۍ قدر من ولسوال سره د محصلینو سره د سفر اصلي موخه او‌ خپل پلانونه شریک کړل

په یاد‌ علمي او څيړنيز سفر کې له بېلابېلو سیمو څخه کتنې وشوې او د اړتیا وړ توکي راټول شول.

نېټه :شنبه,20/3/1402/ه ش ،19/11/14444 ه ق

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه درې ورځنی سمینار پیل شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د شرعیاتو، طب معالجوي، ستوماتولوژي، کمپیوټر ساینس او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس وړاندې شو

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د ارزښت او تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د .کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پنځو فرمانونو په اړه د ۴۰۰ محصلانو ترمنځ رقابتي ازموینه واخیستل شوه!

 محصلانو ترمنځ  رقابتی ازموینه واخیستل شوه.۴۰۰د کندوز پوهنتون په انګړ کې د ا.ا.ا امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله د پنځو فرمانونو د ارزښت، محتوا او تطبیق په اړه د

د ازموینې په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS