د کندوز پوهنتون رئيس د محلي حکومتدارۍ په بهیر کې د خلکو ونډه ناسته کې ګډون وکړو

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۰:۵۴
124

د کندوز پوهنتون رئيس د محلي حکومتدارۍ په بهیر کې د خلکو ونډه ناسته کې ګډون وکړو.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت،محلي حکومتدارۍ په بهیر کې د خلکو ونډه ناسته کې ګډون ترڅنګ د دې علمي بنسټ اړوند لاسته راوړنې او معلومات وړاندې کړل.

یاده غونډه ، د کندوز ولايت د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په اداره کې ترسره شوه، چې د ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی ، د یوشمېر ادارو رئیس صاحبانو ،آمر صاحبانو، د فرهنګي ټولنو فعاله غړو د رسنیو استازو او مسئولينو ګډون کړی وو.

دغه راز د نورو ادارو مسوولينو ترڅنګ د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت صاحب هم د خپله علمي وینا او د کندوز پوهنتون تدريسي بهیر ، لاسته راوړنې ، ستونزې ، پلانونه، په بهرنیو هېوادونو کې د دې علمي بنسټ استادانو د راستنېدو او نور اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

یادونه: یاده غونډه د ولايت مقام ، د یونما دفتر په همکارۍ او ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې په نوښت د یادې اداري د غونډو په تالار کې د خو پایلو له ترلاسه کولو وروسته پای ته ورسېده.

نېټه: یک شنبه ، 1/3/1445 ه ق 26/6/1402 ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS