روز مطالعه کتاب

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۵:۳۰
001

چهار شنبه د کتاب اوونۍ د نمانځنې، کتاب او کتابلوستنې ته ځوانانو هڅونې، د مطالعې کلتور دودونې په پار د کندوز اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ او مديريت د کتابونو يو ورځنی نندارتون جوړ شو. نندارتون د اطلاعاتو او کلتور رياست په عامه کتابتون کې جوړ شوی و، چې کندوز پوهنتون د کتابتون سربېره پکې د کندوز ښار کتابپلورنځيو، کلتوري او ادبي ټولنو، بېلابېلو خصوصي تحصيلي او تعليمي مرکزونو خپل کتابونه نندارې ته وړاندي کړل.

د نندارتون پرانيستې او ليدنې ته د کندوز پوهنتون رئيس او نورو بېلابېلو دولتي ادارو رئيسان او مسئولين هم راغلي وه، د کندوز اطلاعاتو کلتور رئيس مطيع الله روحاني په وينا چې د دې نندارتون لومړنۍ موخه د مطالعې کلتور عامول او ځوانان مطالعې ته هڅول وه ، ټولو راغلو حاضرينو د يادي غونډي هرکلي وکړ ، او کومو اداراتو چي په ياده غونډه کي د کتابونو په ننداري ته وړاندي کولو کي ونډه اخيستې وه وهڅول

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS