په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه درې ورځنی سمینار پیل شو!

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۱

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د شرعیاتو، طب معالجوي، ستوماتولوژي، کمپیوټر ساینس او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار نن پیل شو

په دې سمینار کې د یادو پنځو پوهنځیو محصلانو ته د اسلامي نړۍ د اوسني سیاسي وضعیت، مهمو بدلونونو او اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې کېږي

دغه درې ورځنی سمینار د کندوز ولایت د علماوو شورا د غړي شیخ ممتازالله آغا له لوري وړاندې کېږي

د سمینار د پیل په مراسمو کې د یادو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و او ټاکل شوې ده چې د درې ورځو په ترڅ کې به بېلابېلې اړوندې موضوعات له محصلانو سره شریکې شي

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دغه ډول علمي او فکري پروګرامونو جوړول د محصلانو د دیني او فکري پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره کېږي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه درې ورځنی سمینار پیل شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د شرعیاتو، طب معالجوي، ستوماتولوژي، کمپیوټر ساینس او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس وړاندې شو

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د ارزښت او تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د .کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پنځو فرمانونو په اړه د ۴۰۰ محصلانو ترمنځ رقابتي ازموینه واخیستل شوه!

 محصلانو ترمنځ  رقابتی ازموینه واخیستل شوه.۴۰۰د کندوز پوهنتون په انګړ کې د ا.ا.ا امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله د پنځو فرمانونو د ارزښت، محتوا او تطبیق په اړه د

د ازموینې په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS