په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس وړاندې شو

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۸

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د ارزښت او تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د .کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت له لوري وړاندې شو

په دې علمي او دیني درس کې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و

مولوي صاحب د «په خیښۍ او ودونو کې ناروا دودونه او رواجونه» تر عنوان لاندې هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې په کوژده او واده کې د ناروا دودونو، بېځایه لګښتونو، اسراف او هغو رواجونو په .اړه معلومات وړاندې کړل چې د اسلامي لارښوونو خلاف وي او د کورنیو لپاره د ستونزو او درنو اقتصادي بارونو سبب ګرځي

نوموړي ټینګار وکړ چې د کوژدې او واده په مراسمو کې باید له ناروا او له شریعت سره په ټکر کې دودونو او رواجونو څخه ډډه .وشي او د واده په چارو کې د اسلامي اصولو، سادهګۍ او اسانتیاوو مراعات وشي

مولوي صاحب له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې په خپلو کورنیو او ټولنه کې د داسې ناروا دودونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت .ادا کړي او د ځوانانو د ودونو په چارو کې له بېځایه لګښتونو، اسراف او هغو رواجونو څخه ډډه وکړي چې د واده لاره ستونزمنوي

.دغه علمي او دیني درس د دعا په کولو سره پای ته ورسېد

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS