په کندوز پوهنتون کې د ١٤٠٢ کال کانکور آزموینې لړۍ پای ته ورسیده!

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۱:۱۳
1523

په کندوز پوهنتون کې د ١٤٠٢ کال کانکور آزموینې لړۍ پای ته ورسیده!

په یاده لړۍ کې 3000 زده کوونکو برخه اخيستې وه، دوه ورځې یې د بایومټریک او دوه ورځې یې د آزموینو اخیستلو ته ځانګړې شوې وه، چې د جمعې په ورځ، د ازموینې له اخیستلو وروسته بشپړه شوه.

کندوز پوهنتون ته د آزموینو ملي ادارې د راغلو پلاوو مشر، د يادې ازموينې لړۍ بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه: په کندوز پوهنتون کې د ١٤٠٢ کال کانکور ازموینې لړۍ پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه په پوره امانت دارۍ، شفاف ډول او امن په فضا کې پای ته ورسېده، همدارنګه راغلي هيئت پوهنمل سید غلام محمد هاشمي د پوهنتون له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او له امنیتي مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د یادې لړۍ په سرته رسولو کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.

د کندوز پوهنتون رئیس پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب وویل چې تیرې څلور ورځې یې د کندوز پوهنتون له هر ډول امکانات په کار واچول تر څو د کانکور ملي پروسه په کندوز ولایت کې شفافه او بریالۍ ترسره شي، نوموړي د آزموینو د ملي ادارې څخه د راغلي هیأت څخه مننه وکړه، چې په کندوز پوهنتون کې یې د کانکور آزموینې په چارو کې ستړیاوې وګاللې او مثبته نتیجه یې ترلاسه کړه.

نېټه: 24/1/1445 ه ق. 20/1/1402

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS