کندوز پوهنتون کې د وردګ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په اړه مقدماتي کنفرانس وړاندې شو!

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۶
کندوز پوهنتون کې د وردګ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په اړه مقدماتي کنفرانس وړاندې شو

د کندوز پوهنتون د محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په موخه، علماوو کرامو ته مقدماتي کنفرانس د پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو

په دې کنفرانس کې د کندوز ولایت محترم والي مولوي نصرالله مطیع، د کندوز ولایت د علماوو شورا محترم رئیس شیخ عبدالرحمن ابو حازم، د امام قتیبه بن سعید جامعې محترم رئیس شیخ محمد عوض المضهري، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسو محترمو مولوي صاحبانو او شیخو کرامو ګډون کړی و

کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د کندوز پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مقدماتي کنفرانس په اړه یې اړین معلومات وړاندې کړل. نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه فرمانونه ارزښتناک وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلامي نظام ټول فرمانونه او احکام د اسلامي شریعت له اصولو او احکامو سره سمون لري

ورپسې د امام قتیبه بن سعید جامعې محترم علمي مرستیال مفتي شفیع‌الله حقاني د پریزنټېشن له لارې د وردگ پوهنتون د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس موخې او محوري موضوعات په تفصیل سره تشریح کړل. دغه کنفرانس چې تر «اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامي قیادت څخه تر شرعي او فرهنګي پرمختګونو پورې» تر سرلیک لاندې جوړېږي، بېلابېل اړخونه یې علماوو کرامو ته روښانه کړه

همدارنګه د علماوو شورا محترم رئیس شیخ عبدالرحمن ابو حازم د کندوز پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د یاد کنفرانس په اړه یې هر اړخیز معلومات له علماوو کرامو سره شریک کړل. نوموړي د اسلامي نظام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي نظام د ګڼو فتنو او ستونزو د له منځه وړي دی. هغه همدارنګه د علماوو د شورا د سلسله‌مراتب په اړه معلومات وړاندې کړل او له علماوو کرامو یې وغوښتل چې د اسلام مبارک دین عزت او درناوی وکړي او د شرعي احکامو په تطبیق کې خپل مسؤلیت په جدي توګه ادا کړي

په پای کې کنفرانس د جهادي مدرسې د محترم مولوي محمد داود ذاکر په دعائیه سره پای ته ورسېد

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۶
Background image

کندوز پوهنتون کې د وردګ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په اړه مقدماتي کنفرانس وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په موخه، علماوو کرامو ته مقدماتي کنفرانس د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۵۲
Background image

کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د ارزونې پروسه پای ته ورسېده!

کندوز پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د راغلي پلاوي له لوري د پوهنتون د بېلابېلو برخو د ارزونې پروسه پای ته ورسېده

د یادې ارزونې د پای په مناسبت د کندوز پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۸
Background image

په کندوز پوهنتون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درس وړاندې شو!

د قرآن کریم د ژباړې او تشریح د علمي او دیني لړۍ په دوام، نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو د معناوو او مفاهیمو په اړه علمي او دیني درس وړاندې شو        

دغه. . .

BACK TO NEWS