۲۱ نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړوزده کړو وزارت د علمي چارومعین

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۱:۸
mn

شنبه د ۱۴۴۴هـ.ق کال د جمادی الثاني میاشتې په ۲۱ نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړوزده کړو وزارت د علمي چارومعین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه،مالي او حسابي رئیس ښاغلي عبدالباري خپلواک د تأليف او ترجمې رئيس ښاغلي دوکتور صاحب مزمل د تدارکاتو رئيس ښاغلي ملازوي صاحب، اود هېواد د پوهنتونونو رئیسانواومرستیالانوسره د ويډيو کنفرانس له لاری ناسته وکړه.

دغه کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو ، او د لوړوزده کړو وزارت علمي معین صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او موخه یې د هېواد ټولو پوهنتونونو رئیسانو اومرستیالانو سره د پوهنتونونو علمي او انکشافي برنامو په ښه توګه پلي کول و ، د تحصیلي چارو اړوند اړین هدایات ، او پر وخت د پوهنتونو موجودې ستونزې د وزارت سره شریکول وباله او همدارنګه د مالي او حسابي رياست رئيس صاحب ، د تأليف او ترجمي رياست رئيس صاحب او د تدارکاتو رئيس صاحب خپلې ګټورې ويناوې د پوهنتونونو د مسئولينو سره شريکې کړې، همداراز د پوهنتونو رئیس صاحبانو هم خپلی موجوده ستونزې د وزارت د مسئولينو سره شريکې کړې او لازم هدايات يي ترلاسه کړل.

هیره دې نه وي یا ویډیو کنفرانس په دعايي پای ته ورسیده

کندوز پوهنتون نشراتو مدیریت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS