د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
6754

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

یاده غونډه چې ددې علمي بنسټ په دفتر کې ترسره شوه په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د څېړنو او علمي مجلو مرستيال ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي ، د بشري سرچينو آمر ښاغلي محمد انور عمرخېل او د رهبرۍ شورا ښاغلو غړو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت له لوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست سره پیل شوه او ترڅنګ يې د رهبرۍ شورا ناستې د اجنډا اړوند دهرات ولايت زلزله ځپليو هېوادوالو ته د کندوز پوهنتون د مرستو راټولولو او ورته کمېټو رامنځته ترڅنګ د استادانو او محصلینو په حاضرۍ باندې تاکئید او یوشمېر نورو اړينو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په آزاد بحث کې ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي ، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ،ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي، او د رهبري شورا ښاغلو غړو د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د ښو پایلو له ترلاسه کولو وروسته په یوشمېر اړینو موضوعاتو نظرونه وړاندې شول او تصمیمونه ترڅنګ څو اړینې پرېکړې ترسره شوې.

یاده رهبري شورا ناسته د شرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب صاحب نصرالله اخندزاده په دعا پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه 25/3/1445 ه ق 19/7/1402 ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS