د اقلیم بدلون د نړیوالې ورځې په مناسبت علمي کنفرانس

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۱:۴۹
22

سه شنبې په ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۲ مې نېټه د اقلیم بدلون د نړیوالې ورځې په مناسبت علمي کنفرانس جوړ شو چې په دې علمې کنفرانس کې د کندز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاالدین سیرت، کندز ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس ښاغلی حشمت الله جلیل،د کندوزپوهنتون داستادانو ، مسلکي ودې پراختیا آمرښاغلي ولي محمد ودید ،دیاد پوهنتون ښاغلواستادانو دچاپيريال ساتنې ادارې کارکوونکو او محصلينو په شتون کې داقليمي بدلون دنړيوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت علمي کنفرانس جوړ شو یا ده غونډه د قران کریم په څومبارکو آیاتونو سره پیل شوه . دکندوز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاوالدین سیرت دغونډې کډون والوته ښه راغلاست ترڅنک د موضوع په اړه خبري وکړۍ ورپسی د کندوز ولایت چاپیریال ساتنې رئیس ښاغلي حشمت الله جلیل د اړوند موضوغ په هکله کډون والوته معلومات ورکړل.اویاد کنفرانس په اړه دکندز پوهنتون زراعت پوهنځي استادانو هریو ښاغلي پوهنیارذبیح الله فرخاری اوښاغلي پوهنیار رحمت الله خان رحمت د سالم چاپیریال ساتنې په اړه مختلف برخوکې علمي سمینارونه کډون والواته وړاندې کړل .

د کندوز پوهنتون د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS