د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
کندوز پوهنتون ته د فاریاب پوهنتون محصلینو علمي سیر

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې د علمي سیر د موضوعاتو ترڅنګ د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو او هوکړه لیک متن پر چمتووالي او لاسلیکولو هم بحث او توافق ترسره شو چې ناستې د پای څخه وروسته یې د کندوز پوهنتون زراعت او وترنري پوهنځيو د څیړنیز/تحقیقاتی فارمونو، کتابتون او ځینې نورو برخو څخه لیدنه وکړه. 
په درنښت

نېټه: ١٤٤٦/١/٤ ه ق،

 ١٤٠٣/٤/٢٠ ه ش 
د کندوز پوهنتون عامه پوهاوی عمومی مدیریت 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS