د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام په هدایت باصلاحیته هیئت

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۱:۴۰
22

چهارشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۲ نیټه د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام په هدایت باصلاحیته هیئت په لاندي ترکیب سره تشریف راوړۍ وه:

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري رئیس ښاغلي عبدالباري "خپلوک" غړي

محترم انجینر ویس الدین "بریالی" د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمر غړی

د مالي او محاسبې ریاست د بودجې عمومي مدیر ښاغلي احمد جمشید "صدیقي" غړی د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس او د محصلانو چارو د معینیت چارسمبال ښاغلي انجنیر سید اسماعیل "روحاني" په مشرۍ د کندز پوهنتون د اداري، تدریسي او۱۴۰۱ کال د جذب ظرفیت د څارنې او ارزونې په موخه یې له دغه پوهنتون څخه لیدنه وکړه. لومړی د کندز پوهنتون د مشرتابه په حضور کې راغلي پلاوي د دغه علمي بنسټ ستونزې د کندز له ښاغلي والي ملا نثار احمد "نصرت" سره شریکې کړې. همدا راز د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د کندز پوهنتون اداري او تدریسي مسایل وڅېړل، د دې ادارې له مشرتابه او علمي کادرونو سره یې د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې شته ستونزې واورېدې او د هراړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS