د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د کندوز پوهنتون د لیلیې شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۱:۳۳
10

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د کندوز پوهنتون د لیلیې شورا ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په مشرۍ او د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید کمال معنوي د لیلې عمومي مدير حمید الله عمري هم ګډون درلود ، د کندوز پوهنتون د ذکورو لویې لیلې کې د محصلینو یوړ ستونزو د هواري په موخه مالي او اداري چارو معاونیت کې ترسره شوه.

یاده ناسته د مالي او اداري چارو مرستيال په ښه راغلاست ویلو پیل شوه ، په آزاد بحث کې ګډونوالو د محصلینو یو شمېر اړینو ستونزو ، د ښه مدیریت ، او د اجنډا اړوند اړینو خبرو ترڅنګ لازم تصميمونه او پرېکړې ترسره شوې.

یاده ناسته د محصلينو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا پای ته ورسېده.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: 4/11/1444 ه ق / 3/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS