د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت دوهمه ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۴:۵۴
dfg

د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت دوهمه ناسته ترسره شوه.

یک شنبه23/10/1444ه ق چې د 23/2/1402 ه ش نېټې سره سمون لري دکندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال او دیاد پوهنتون سرپرست رئيس ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند په مشرۍ د روان تحصیلي کال د تضمین کیفیت دوهمه ناسته د کندوز پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې ، د محصلينو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د تضمين کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندیش ،‌ د کمېټې ښاغلو‌ غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا سره سم د غونډې د غړو تر منځ بحث او نظرونه وړاندې شول او په پای کې د اجنډا مطابق لازم تصمیمونه ونیول شول.

غونډه د محصلينو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي له خوا په دعا یې پای ته ورسیده.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS