د کندوز پوهنتون رئيس د کندوز ولايت مقام مسولينو له لورې ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې ګډون وکړ.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۵۲
zx

د کندوز پوهنتون رئيس د کندوز ولايت مقام مسولينو له لورې ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې ګډون وکړ.

دکندوز ولايت مقام رهبرۍ له لوري د دې ولايت ولس ته د حساب ورکولو غونډه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت ، د کندوز ولايت محترم والي م ول و ي صاحب نثار احمد نصرت ،د ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی په شمول ، د دې ولايت ریاستونو ښاغلو رئیس صاحبانو ، د علماوو شورا ښاغلو غړو ، د کلو مخورو مشرانو ، نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د نورو مسؤلینو په شمول په دې غونډه کې د ا.ا.ا. له راتګ څخه وروسته د کندوز ولايت د رياستونو محترمو ریئس صاحبانو او د ولايت مقام روستۍ کړنې او فعاليتونه وستايل او همدارنګه یې د کندوز پوهنتون په وروستيو پرمختګونو ، دپروژو او د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ په کندوز پوهنتون کې د شریعاتو پوهنځي په ایجاد او یوشمیر نور برخو باندې خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د کندوز پوهنتون ریاست په شمول دې ولايت د محترمو ریاستونو د ا.ا.ا راتګ وروسته فعاليتونه د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی له لوري د سکرین په پرده ګډونوالو ته په ښه منظم ډول ارائه شول.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS