د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۲:۱
12

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه.

دوشنبه د 18/101444ه ق چې د 18/2/1402 ه ش کال نېټې سره سمون لري دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلی پوهنيار ضیااالدین سیرت په مشرۍ د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو اود یاد پوهنتون علمي شورا غړو په ګډون د کندز پوهنتون علمي شورا ناسته د غونډوپه تالارکې ترسره شوه.

یاده غونډه د دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روستيو پرمختګونو ، د تضمین کیفیت او د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

په غونډه کې دعلمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ،د بشري سرچينو آمر ښاغلي محمد انور عمرخېل د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو په ګډون د شورا ښاغلو غړو په خپل وخت د اجنډا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

په ازاد بحث کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د علمي شورا غړو وړاندیزونه، نظرونه واورېدل او اړینې پرېکړې وشوې.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS