د کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري 1402ه ش کال د تضمین کیفیت لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۱۳
23

د کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري 1402ه ش کال د تضمین کیفیت لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

پنجشنبه 22/9/1444 هـ ق چې د 24/1/1402 هـ ش کال سره سمون لري د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت په مشرۍد 1402 کال لومړنۍ د تظمین کيفيت غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوۍ عبدالقدوس اصولي ،د تظمین کيفيت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندېش،د پوهنځیو رئيس صاحبانو او دکمېټې غړو ګډون کړی وو.

غونډه دکندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت په ښه راغلاست پیل شوه او له ټولو ګډونوالو نه د وروستيو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو او ستونزو د اورېدلو غوښتنه وکړه.

ورپسې د‌تظمین‌کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندېش د‌ روستيو پرمختګونو ،د شته ستونزو او د روان 1402 ه ش کال پلانونو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

ورپسې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند له ټولو ښاغلو ګډونوالو څخه وغوښتل چې د تضمین کیفیت 11 معیار او مستنداتو دې خپل کار په چټکۍ او ښه شکل سره تسلیم کړي.

همدا راز د د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي په ګډون پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو خپل راپورونه او شته ستونزې د کندوز پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړل.

د کندوز پوهنتون مشرتابه د ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ،د شته ستونزو د هواري په برخه کې پوره ډاډ ورکړ.

غونډه د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا پای ته ورسېده.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS