په کندوز پوهنتون د دې ولايت د عمومي کانکور ازموينې پرانیست غونډه ترسره شوه

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۰:۴
657

په کندوز پوهنتون د دې ولايت د عمومي کانکور ازموينې پرانیست غونډه ترسره شوه

په دغه غونډه کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ ، د ولايت مقام استازو ،د پوهنې ریاست رئیس يوشمير نورو ادارو مسوولينو د ازموينې ملي ادارې هیئت ، د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په ښه راغلاست ترڅنګ د د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري هر اړخيزه همکارۍ او ګډونوالو ته د ښه چانس هیله وکړه.

ورپسې د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی صاحب په ګډون د دې ولايت د پوهنې رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب محمد اسماعيل ابو احمد او د ازموينې ملي ادارې هیئت ښاغلي پوهنمل سید غلام محمد هاشمي په خپل نوبت سره د ازموينې د څرنګوالي او شفافيت ترڅنګ خپلې علمي ویناوې وکړې.

هیره دې نه وي چې د غونډې په وروستیو شېبو کې يو شمېر عمومي کانکور ګډونوالو په حضور کې د ازموینې ځانګړې صندوقونه پرانيستل.

نېټه: 23/1/1402 ه ق 19/5/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS