په کندوز پوهنتون کې د تضمین کیفیت اړوند د عامه پوهاوي یو ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېده.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۰:۲۷
wer

په کندوز پوهنتون کې د تضمین کیفیت اړوند د عامه پوهاوي یو ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېده.

د کندوز پوهنتون د تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندیش له لوري یاد ورکشاپ د کندوز پوهنتون د مسلکي ښوونکو آمریت(PDC) په تالار کې د ښو پایلو ترلاسه کولو وروسته پای ته ورسېده.

په دغه ورکشاپ کې د علمي چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست رئيس ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ګډون کړی و.

یاد ورکشاپ د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو.

، ورپسې د علمي چارو مرستيال او د‌پوهنتون سرپرست رئيس ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند د تضمین کیفیت لوړاوي 11 معيارونه ته د کندوز پوهنتون په بشپړ چمتوالي ټینګار وکړ او په دې اړوند یې مفصلي خبرې وکړې، ورپسې د کندوز پوهنتون د تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندیش، د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې په برخه کې هر اړخيزه ، او په دېر

ښه شکل سره یوشمیر اړین معلومات ګډونوالو ته وړاندې کولو ترڅنګ د ټولو استادانو او اداري کارمندانو فعالیتونه وستایل ، او یاد 11 معيارونو په ښه توګه تنضمولو غوښتنه یې وکړه.

نېټه: سه شنبه٫

26/2/1402ه ش

26/10/1444 ه ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS