پوهنمل ډاکټر نعمت الله زهیر د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۲:۴۹
2345

پوهنمل ډاکټر نعمت الله زهیر د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځي کادري غړي ښاغلي پوهنمل ډاکټر نعمت الله زهیر له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په پار (برگشت محتوی معده به مری

) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت دعلمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق د تقرر او ترفیعاتو آمر ښاغلي پوهندوی محمد اسرار شنواری ، د مسلکي پراختيا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو، د څانګو آمرینو او استادانو ګدون کړی و .

ښاغلي استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استاد ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: سه شنبه 4/3/1445 ه ق/28/6/1402 ه ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS