ښاغلي پوهنیار استاد غلام نبي څپاند ،د پوهنمل علمي رتبې په موخه خپل علمي کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۱۹
fg

ښاغلي پوهنیار استاد غلام نبي څپاند ،د پوهنمل علمي رتبې په موخه خپل علمي کانفرانس وړاندې کړ.

شنبه 24/9/1444ه ق 1402/1/26 نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون ،اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې کادري غړي او د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند له پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په موخه( د اسلامي بانکي سیستم رول په پانګونه کې ) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت(PDC) په تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې ژوري پلاوي ترڅنګ د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شنواري، د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید ،د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی و،ښاغلي پوهنیار استاد غلام نبي څپاند په خپله موضوع هراړخيزه بحث وکړو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسوه.

همداراز د ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړاو استاد ته یې د څښتن تعالی له در بارڅخه دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS