کندوز پوهنتون کې د ګڼو ورکشاپونو د پای څخه وروسته ٢٨٦ تنو محصلینو ته د یوې لویې غونډې په ترڅ کې تصدیق پاڼې وویشل شوې

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۴۹
د تصدیق پاڼو د وېش په موخه غونډه

د تصدیق پاڼو د وېش په موخه غونډه چې د حقوقی کلینیک تالار کې نیول شوې وه، د کندوز پوهنتون عمومي رئیس ښاغلی الحاج مو-لوی عبدالهادی همت، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو هم ګډون درلود چې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلانو خدماتو د انسجام آمریت په مرسته د کمپیوټر زده کړو، ویناوالۍ، او شغلي مهارتونو( ٢٨٦ ) تنو محصلینو ته د ورکشاپونو وړاندې کولو په موخه تصدیق پاڼې وویشل شوې. 
د یادونې وړ ده چې د کندوز پوهنتون یاد محصلین په دغو ورکشاپونو کې د کمپیوټر زده کړو، ویناوالۍ او شغلي مهارتونو په ګڼو او مهمو موضوعاتو و پوهول شول چې د محصلینو د خوښۍ لامل وګرځېد.  
په درنښت 

نېټه: ١٤٤٦/١/٣ ه ق 
د کندوز پوهنتون عامه پوهاوی عمومی مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS