ښاغلي پوهنيار زبیح الله «فصیحي»، پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۴۰
55

ښاغلي پوهنيار زبیح الله «فصیحي»، پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

سه شنبه 21/8/1444 ه ق 23/12/1401 ه ش سره سمون لري د کندوز پوهنتون ،د وترنرۍ پوهنځي پارا کلنيک څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیار زبیح الله «فصیحي » له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په پار (جستجوی مالیکولی حضور جن های دخیل در تشکیل بیو فیلم در اشریشا کلی های جداشده از ازشیرگاو های مبتلا به التهاب پستان) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو ،ښاغلي پوهنيار زبیح الله فصیحی خپلې موضوع په اړه بحث وکړو او د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز د ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استاد ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

د کندوز پوهنتون دعامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS