د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال او د علمي څېړنو آمر د لوړو زده کړو وزارت په انلاين غونډه کې ګډون وکړ.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۲
asd

د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال او د علمي څېړنو آمر د لوړو زده کړو وزارت په انلاين غونډه کې ګډون وکړ.

سه شنبه 23/9/1444 ه ق چې د 1402/9/ له 23 نیټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند

او د کندز پوهنتون د علمي څیړنو آمر ښاغلي پوهنمل ګل اغا انوري د شپږو نړیوالو علمي – څیړنیزو مجلو او یوولسو ملي علمي – څیړنیزو مجلو د خپرونو د جواز او علمي اسنادو د ورکولو د پروګرام په انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

-څېړنیزې مجلو په انلاين غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزارت علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ چې په انلاین ډول جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د ټولو علمي څېړنو ښاغلو رئیس صاحبانو او ښاغلو آمر صاحبانو ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو علمي چارو معين ښاغلي دوکتور لطیف الله خيرخوا ،غونډې ګډونوالو ته د پوهنتونونو د علمي – څیړنیزو چارو د ملاتړ او پراختیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت د نوې تګلارې لکه د لا زیاتو علمي مجلو د جوړولو، د عملي څیړنیزو مرکزونو، لابراتوارونو او کتابتونونو د سمبالولو په اړه معلومات ورکړل. د امارتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د علمي څېړنو پر لا پرمختګ ټینګار وشو.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS