د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي محصلینو د څیړنیزو فعالیتونو کاري جریان کې وطني او هندي ممپلي وکرل.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۲۵
fg

د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي محصلینو د څیړنیزو فعالیتونو کاري جریان کې وطني او هندي ممپلي وکرل.

د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په څېړنيز فارم کې د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو او محصلينو (د نایتروجني سرې د بېلابېلو مقدارونو او د محلي ډولونو په وده باندې د اغېز) تر سرلیک لاندې اشر وکړو،او په څېړنيز فارم کې کې یې د څېړنې په موخه وطني او هندي ممپلي وکرل.

د کندوز پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل ګل آقا صادق محصلینو ته د کار په جريان کې وویل څېړنې او تجربې له يوې خوا د کرنې په برخه کې د څېړنيز ميتود د زده کړې زمينه د زده کوونکو لپاره اسانه کړي او له بلې خوا به د کندوز ولايت له اقليمي شرايطو سره د مطابقت د لوړ حاصل لرونکو نوعو په برخه کې کار کول‌ وي. همداراز هیله ده چې د نورو نباتاتو په اړه هم عملي څیړنې وشي.

په انځورونو کې د کندوز پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل ګل آقا صادق د څانګو آمرینو استادان او ښاغلي آمر صاحبان او ځوان محصلین وینئ.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS