پوهنیار ولي محمد ودید- پوهنیار ډاکټر خالد خاورین د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۲۲
647

پوهنیار ولي محمد ودید- پوهنیار ډاکټر خالد خاورین د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ ‌څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په پار ( د څېړونو انټرنټ کارونه په ځیرکو خونو کې ) او ترڅنګ یې د د حقوقو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ څانګې علمي کادر ښاغلي پوهنیار ډاکټر خالد خاورین د پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ( په افغانستان کې له 2001 م څخه تر 2021 م پورې برېښنايي خدمتونو له حقوقي پلوه یوه لنډه کتنه) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو .

ښاغلو استادانو خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

دعامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS