د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۹:۵۲
4734

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه

یاده غونډه چې د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق او د رهبرۍ شورا ښاغلو غړو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت له لوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست سره پیل شوه او ترڅنګ يې دعلمي شورا ناستې د اجنډا اړوند او یوشمېر نورو اړينو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په آزاد بحث کې ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، ښاغلي قاري محمد امير صادق او د علمي شورا ښاغلو غړو د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د ښو پایلو له ترلاسه کولو وروسته په یوشمېر اړینو موضوعاتو نظرونه وړاندې شول او تصمیمونه ترڅنګ څو اړینې پرېکړې ترسره شوې.

نېټه: یک شنبه 9/3/1445 ه ق 3/7/1402 ه ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS