د دعوت او ارشاد آمریت له لوري( 11 ) درس وړاندې شو.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۹:۵۰
fg

د دعوت او ارشاد آمریت له لوري( 11 ) درس وړاندې شو.

سه شنبه ۱۴۴۴/۹/۲۱ ه ق چې دل .ل ۱۴۰۲/۱/۲۲ نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري کندوز پوهنتون علمي کادرونو او ادارې پرسونل ته د ( د اعتکاف فضایل او ګټې ) تر سرليک لاندې خپله چمتو کړې عالمانه موضوع وړاندې کړه.

په یاد درس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،دمحصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي،‌ د بشري سرچينو لوی آمر ښاغلي محمد انور عمرخېل ،د‌پوهنځیو محترمو رئیس صاحبانو د څانګو آمرینو او اداري کارکونکو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې په دې درس کې د کندوز پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو د قران عظيم الشان ختم ترسره کړو.

یاد درسونه د کندوز پوهنتون د د عوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ی صاحب عبدالحکیم عابدي له لوري د کندوز پوهنتون ادارې پرسونل ته هره سه شنبه وړاندې کېږي.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS