د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول
د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي عبدالهادي همت، په مشرۍ او د تحقیقاتو چارو معاونیت په همغږۍ د پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو
په دې مراسمو کې د پوهنتون رهبري، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلانو او د بېلابېلو ادارو د نرمافزار انجنیرۍ او ټکنالوژۍ مسؤلینو ګډون کړی و
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په خپلو ویناوو کې د محصلانو د نوښتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هېواد د پرمختګ او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د ځوانانو علمي او تخنیکي هڅې ارزښتمنې دي
نوموړي د محصلانو له خوا د بېلابېلو پروژو، لکه رادار، بانکي سیستمونو او سوداګریزو پروګرامونو جوړول د ویاړ وړ وبلل او د دوی د لا زیات تشویق او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، پوهنمل عبدالجلیل نیازی، د محصلانو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغو ځوانانو په خپلو تخصصي برخو کې د پام وړ نوښتونه ترسره کړي او د دوی ملاتړ او هڅونه د ټولو ګډ مسؤلیت دی
د مراسمو په پای کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو، د محصلانو د روزنې او د نوښتونو د ملاتړ په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو له امله د کمپیوټر ساینس پوهنځي ټول استادان په ستاینلیکونو تقدیر او وستایل شول
همدارنګه د نوښتګرو او څېړنیزو پروژو پر بنسټ ۴۲ تنه محصلان د ستاینلیکونو په ورکولو سره تقدیر شول
غونډه د مولوي عبدالسلام فایق په دعائیه سره پای ته ورسېده
