د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د تضمین کیفیت 11 معيارونو د شته ستونزو او ښه اداري خدماتو په موخه اداري غونډه ترسره شوه.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۰:۲
asd

د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د تضمین کیفیت 11 معيارونو د شته ستونزو او ښه اداري خدماتو په موخه اداري غونډه ترسره شوه.

دوشنبه 25/10/1444ه ق چې د 25/2/1402 ه ش نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاری محمد امیر صادق په مشرۍ ،د تضمین کیفیت 11 معيارونو د شته د هواري او ښه اداري خدماتو په موخه غونډه ترسره شوه ، په غونډه کې د بشري سرچينو لوی آمر ښاغلي محمد انور عمرخېل په ګډون د مالي او حسابۍ آمر، لیلیې عمومي مدیر، او یو شمېر نورو مدیرصاحبانو ګډون کړی و.

یاده ناسته د کندوز پوهنتون مالي اواداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق په ښه راغلاست او وینا سره پیل شوه. همدا راز یې د تضمین کیفیت 11 معيارونو د شته ستونزو هواري او ښه اداري خدماتوپه وړاندې کولو او د آجنډ اړوند هر اړخیزې ویناوې وکړې.

ورپسې ټولو ګډونوالو خپل نېک نظرونه ،وړاندېزونه ،او شته ستونزې او د اجنډا اړوند ویناوې په خپل نوبت له ګډونوالو سره شریک کړل.

په آزاد بحث کې د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق د کډونوالو نیک نظرونه ، وړاندېزونه واورېدل او د شته ستونزو د هواري په موخه یې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS