کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د پلانونو، راپورونو او احصائیوي فورمونو تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار پای ته ورسېد

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۸:۴۰

کندوز پوهنتون کې د سمینار دریمې ورځې پروګرام د ستراتیژیک پلان اړوند د کلني عملیاتي پلان د تطبیق راپور ترتیبولو او توحیدولو په هکله موضوعات وړاندې کړل.

 همداراز، د احصائیوي فارمټونو په هکله معلومات ورکړل شول چې څنګه د احصائیه مطابق فارمټ، پلان، پالیسي او تقنین ریاست سره همغږي کړو.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د کارپوهانو  عبدالله باباخاني، محمد یوسف عزیزي او وحیدالله شمسي لخوا د عملي پلان د تطبیق او احصایوي فارمټونو په اړه اړین معلومات وړاندې شول. ګډونوالو د دې موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې چې د وزارت د مسؤلینو لخوا قناعت‌بخښونکي ځوابونه ورکړل شول.

د سمینار د دریمې ورځې په پای کې، د کندوز پوهنتون د علمي چارو محترم مرستیال، ښاغلي پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي خپله وینا وکړه.

 هغه د خپلې وینا په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست نه راغلي پلاوي څخه د هغوی د ګډون او هڅو لپاره مننه وکړه.

ښاغلي احمدي د سمینار د ګډونوالو نه هم مننه وکړه او د دوی د فعال ګډون ستاینه یې وکړه. 

احمدي مولوي صاحب زیاته کړه چې د هېواد هر پوهنتون ته د پلان پالیسۍ، ستراتیژیک پلان، ربعه وار پلان او کلني پلانونه په چارو کې ډېر ارزښت لري.

په پای کې، ښاغلي احمدي د دې سمینار د ګټورو بحثونو او زده کړو پر اساس، د پوهنتونونو د پرمختګ لپاره د دې ډول فعالیتونو د دوام هیله څرګنده کړه او د لوړو زده وزارت څخه راغلي هئیت یې د تصدیق په پاڼو وستایل.

 په پای کې ګډونوالو د ستراتیژیک پلان د عملي جوړولو اړوند موضوعات خورا مهم او ګټور وبلل. همدارنګه، دوی د سمینار په ټولیزه توګه د ګډون او زده کړو له فرصتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه.

یاد سیمنار د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالحکیم عابدي په دعایې ویلو سره پای ته ورسېد

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS