کندوز پوهنتون کې د وردګ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په اړه مقدماتي کنفرانس وړاندې شو!
د کندوز پوهنتون د محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس په موخه، علماوو کرامو ته مقدماتي کنفرانس د پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو
په دې کنفرانس کې د کندوز ولایت محترم والي مولوي نصرالله مطیع، د کندوز ولایت د علماوو شورا محترم رئیس شیخ عبدالرحمن ابو حازم، د امام قتیبه بن سعید جامعې محترم رئیس شیخ محمد عوض المضهري، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسو محترمو مولوي صاحبانو او شیخو کرامو ګډون کړی و
کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د کندوز پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مقدماتي کنفرانس په اړه یې اړین معلومات وړاندې کړل. نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه فرمانونه ارزښتناک وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلامي نظام ټول فرمانونه او احکام د اسلامي شریعت له اصولو او احکامو سره سمون لري
ورپسې د امام قتیبه بن سعید جامعې محترم علمي مرستیال مفتي شفیعالله حقاني د پریزنټېشن له لارې د وردگ پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو د داخلي کنفرانس موخې او محوري موضوعات په تفصیل سره تشریح کړل. دغه کنفرانس چې تر «اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامي قیادت څخه تر شرعي او فرهنګي پرمختګونو پورې» تر سرلیک لاندې جوړېږي، بېلابېل اړخونه یې علماوو کرامو ته روښانه کړه
همدارنګه د علماوو شورا محترم رئیس شیخ عبدالرحمن ابو حازم د کندوز پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د یاد کنفرانس په اړه یې هر اړخیز معلومات له علماوو کرامو سره شریک کړل. نوموړي د اسلامي نظام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي نظام د ګڼو فتنو او ستونزو د له منځه وړي دی. هغه همدارنګه د علماوو د شورا د سلسلهمراتب په اړه معلومات وړاندې کړل او له علماوو کرامو یې وغوښتل چې د اسلام مبارک دین عزت او درناوی وکړي او د شرعي احکامو په تطبیق کې خپل مسؤلیت په جدي توګه ادا کړي
په پای کې کنفرانس د جهادي مدرسې د محترم مولوي محمد داود ذاکر په دعائیه سره پای ته ورسېد
