اطلاعیه کانکور ۱۴۰۴

په کندوز پوهنتون کې د عمومي کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک دوه ورځنۍ پروسه پیل شوه!
د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک پروسه نن د غبرګولي په ۳مه نېټه (سه شنبه) کندوز پوهنتون کې پهٔ رسمي ډول پیل شوه. دا پروسه به دوه ورځې دوام وکړي او د عمومي دولسم،تخنیکي او څوارلسم ټولګیو فارغان به پهٔ کې ګډون کوي.
د یادې پروسې موخه، د شفافیت تأمین، د ګډونوالو دقیق ثبت او د هویت تثبیت دی، تر څو د کانکور ازموینې بهیر له هر ډول احتمالي ستونزو او اختلاط پرته په شفاف ډول ترسره شي. دا پروسه د کندوز پوهنتون، پوهنې ریاست او د امتحاناتو ملي ادارې همکارانو په همغږۍ سره پر مخ وړل کېږي.
ټاکل شوې چې د کانکور آزموینه به د غبرګولي په ۵مه او ۶مه نېټه، چې د پنجشنبې او جمعې ورځو سره برابرې دي، ترسره شي. دا ازموینې به د هغو محصلینو لپاره وي چې غواړي د لوړو زدهکړو لپاره خپل تحصیلي سفر د کندوز پوهنتون له لارې پیل کړي.
د کندوز پوهنتون مشرتابه ډاډ ورکوي چې د عمومي کانکور د بایومتریک او ازمویني بهیر به پهٔ بشپړ شفافیت،عدالت او د اصولو اړوند ترسره شي.
د کانکور محترمو ګډونوالو ته مشوره ورکول کېږي چې د ټاکل شوو نیټو مطابق د بایومتریک او ازموینې ځای ته پر وخت حاضر شي، لازم اسناد له ځان سره ولري، او د پوهنتون له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
نېټه:سه شنبه
۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
۱۴۰۴/۴/۳ هـ ش
___________________
روند بایومتریک دو روزه برای آزمون عمومی کانکور در پوهنتون کندز آغاز شد!
روند بایومتریک برای آزمون عمومی کانکور سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، امروز سهشنبه ۳ سرطان بهگونه رسمی در پوهنتون کندز آغاز شد. این روند برای مدت دو روز ادامه خواهد داشت و فارغان صنوف دوازدهم عمومی، تخنیکی و چهاردهم در آن اشتراک خواهند کرد.
هدف این روند، تأمین شفافیت، ثبت دقیق اشتراککنندگان و تثبیت هویت آنان میباشد تا روند آزمون کانکور بهصورت شفاف و بدون کدام مشکل یا اختلاط احتمالی برگزار گردد. این روند با هماهنگی میان پوهنتون کندز، ریاست معارف و اداره ملی امتحانات به پیش برده میشود.
قرار است آزمون کانکور در روزهای پنجشنبه و جمعه، مطابق به ۵ و ۶ سرطان برگزار گردد. این آزمون برای محصلینی است که میخواهند سفر تحصیلی خود را در مقطع تحصیلات عالی از طریق پوهنتون کندز آغاز نمایند.
رهبری پوهنتون کندز اطمینان میدهد که روند بایومتریک و آزمون کانکور با شفافیت کامل، عدالت و مطابق اصول برگزار خواهد شد.
به اشتراککنندگان محترم کانکور توصیه میگردد که در زمان تعیینشده در محل بایومتریک و آزمون حاضر شوند، اسناد لازم را با خود داشته باشند و از رهنمودهای پوهنتون پیروی نمایند.
تاریخ: سهشنبه
۲۸/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق
۰۳/۰۴/۱۴۰۴ هـ ش