د خوښۍ خبر!!

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۱:۴۹
23

د خوښۍ خبر!!

د کندوز پوهنتون په اډانه کې د عالي طب او ستوماتولوژي پوهنځيو ایجادول منظور شو.

د کندوز پوهنتون د رهبرۍ د نه ستړي کېدونکو هلوځلو په پایله کې د لوړو زدکړو محترم وزارت لخوا د کندوز پوهنتون په اډانه کې د عالي طب پوهنځي ايجادول له شپږو (هستوپتالوژي، اناتومي، عمومي داخله، عمومي جراحي، وقایوي طب او د اطفالو داخله) دیپارتمنتونو سره منظور شو.

همداراز د یاد وزارت له لوري په کندوز پوهنتون کې د ستوماتولوژي (غاښونو طب) پوهنځی له څلورو دیپارتمنتونو سره بیاځلي منظور شو.

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت