د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۱:۲۶
345

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

یاده غونډه چې د ریاست په دفتر کې ترسره شوه په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د رهبرۍ شورا ښاغلو غړو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت د ګډونوالو ته د ښه راغلاست سره پیل شوه او ترڅنګ يې د رهبرۍ شورا ناستې د اجنډا اړوند د معالجوي طب پوهنځي _ ستوماتولوژي پوهنځي د لابراتوار ته بوديجه ځانګړې کول د ۲۸ اسد په مناسبت غونډې ته چمتووالی او یوشمېر نورو اړينو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په آزاد بحث کې د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په ګډون ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د رهبري شورا ښاغلو غړو د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د ښو پایلو له ترلاسه کولو وروسته په یوشمېر اړینو موضوعاتو نظرونه وړاندې شول او تصمیمونه ترڅنګ څو اړینې پرېکړې ترسره شوې.

یاده رهبري شورا ناسته د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا پای ته ورسېده.

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

نېټه: یک شنبه 26/1/1445 ه ق 22/5/1402 ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS