په کندوز پوهنتون‌ د‌ بېلابېلو پوهنځيو ورزشي لوبډلو ترمنځ ورزشي فسټیوال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۹:۲۳
234

په کندوز پوهنتون‌ د‌ بېلابېلو پوهنځيو ورزشي لوبډلو ترمنځ ورزشي فسټیوال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

یاد فسټیوال د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال پوهندوی عبدالقدوس اصولي او شمېر پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو له لوري د زرغون ګلدار تار په په پرېکولو سره پرانيسته.

په دغه مراسمو کې د پوهنتون رئیس له ورزشي کمېټې څخه د مننې ترڅنګ وویل هڅې یې دا دی، چې په پوهنتون کې د ښه تدریسي چاپېریال برابرولو سره سره د سپورټي لوبو لپاره هم زمینه برابره کړي، همدارنګه د پوهنتون رئیس په سیالیو کې د لوبې اصولو او اخلاقو ته د درناوي ترڅنګ یو شمېر نورې اړينې سپارښتنې وکړې.

دغه ورزشي فیستوال په څلورو برخو ويشل شوی چې په لومړي پړاو کې به ، فوټبال ، ورپسې به کرکټ ، واليبال او فوټسال سیالۍ د محصلان خدماتو انسجام آمریت ،ورزشي عمومي مدیریت او ورزشي کمېټې له لوري په ښه ډول ترتيب او د فوټبال ټولې سیالۍ به د کندوز پوهنتون داخلي چم کې ترسره شي.

یادونه: یادو سیالیو لومړۍ سیالۍ کې دکرنې پوهنځي وترنرۍ پوهنځي ته 1/2 ماتې ورکړه.

ورځ: شنبه

نېټه: 30/10/1444/ ه ق، 30/2/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS