ښاغلي جاوید ابراهیمې دکندوز پوهنتون مشرتابه او محصلینو له سره وکتل

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳۰
66

ښاغلي جاوید ابراهیمې دکندوز پوهنتون مشرتابه او محصلینو له سره وکتل

شنبه ۱۴۴۴/۸/ ۲۸ ه ق چې د ۱۴۰۱/ ۱۲/۲۷ ه ش سره سمون لري د هېواد د خوار ولس هغه غمخوار چې خلوص، مینه، صداقت او رښتینولي یې په څېره کې له ورایه ښکاري ، د RTA یا جاوید ابراهیمي خیریه بنسټ مشر ښاغلي جاوید ابراهیمي چي خپل کاري ټیم یې ملتیا کوله د کندوز پوهنتون مشرتابه سره دیاد پوهنتون په ریاست کې وکتل.

د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت او د مالي او اداري چارو مرستال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق او د پوهنځيو رئيس صاحبانو د ښاغلي جاوید ابراهیمې په راتګ سره خوښي څرګنده کړه،او د هغه مرستې چې بېوزله ولس سره یې کوي وستايلي او د لابریاوو هیله یې څرګنده کړه.

په یاده لیدنه کې د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت ، مالي او اداري چارو مرستیال الحاج قاري محمد امیر صادق ، د کندوز ولایت د بهرنیو چارو ریاست رئیس ښاغلي اسدالله نیازي او يو شمير نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د کندوز پوهنتون د پروژو،د هلکانو له لیلیې ، د کمپوټرساینس،وترنري پوهنځي او نورو اړوندوبرخو څخه لیدنه وکړه ، او د کندوز پوهنتون مشرتابه ته په ځينو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړ چي جزيات به يي په مناسب وخت کې له تاسو سره شريک کړل شي .

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS