دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه
د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه
په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو او د علمي شورا محترمو غړو ګډون کړی و
د ناستې په پیل کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پوهنتون ټول مسؤولین باید خپلو مسؤولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې چارې پر ټاکلي وخت ترسره کړي
نوموړي زیاته کړه، چې پرمختګ هغه مهال رامنځته کېږي چې هر مسؤول خپل کار ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې ژمنتیا ولري. د ده په وینا، یو پوهنتون هغه وخت د پرمختګ پر لور ګامونه اخلي چې استادان او کارکوونکي خپلو مسؤولیتونو ته ژمن واوسي
مولوي صاحب همدارنګه ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام د پالیسۍ د ښه تطبیق لپاره باید لازم اقدامات ترسره شي او د نظام د اصولو او لارښوونو اطاعت وشي. نوموړي وویل، د نظام د هدف له مخې باید د استادانو، محصلانو او کارکوونکو فکر، عقیده، سیرت او سورت له اسلامي ارزښتونو سره برابر وي. نوموړي د خپل امیر د اطاعت پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پرمختګ له اطاعت سره تړاو لري
ورپسې د پوهنتون د بېلابېلو معاونیتونو او پوهنځیو د تېرې یوې میاشتې کاري راپورونه د علمي شورا غړو ته وړاندې شول او په اړه یې لازم بحثونه ترسره شول
همدارنګه د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د لومړۍ او دویمې ربعې مالي او اداري راپور د مالي آمریت له لوري وړاندې شو، چې د علمي شورا له لوري وڅېړل شو
وروسته د غونډې د اجنډا اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې او سپارښتنې ترسره شوې
په پای کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي د یادې علمي شورا ناستې بحثونه او پرېکړې راټولې او جمعبندي کړې او مجلس په دعائیې سره پای ته ورسېد.
