د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون هیأت د کندوز پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۵۱
435

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون هیأت د کندوز پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل.

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ډاکټر میر رفيع الله منیب په مشرۍ څلور کسیزه هیآت د علمي سفرونو په لړ کې دا ځل د کندوز پوهنتون د رئیس صاحب په ګډون د علمي چارو مرستيال ، مالي او اداري چارو مرستيال سره د کندوز پوهنتون په ریاست کې وکتل.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت راغلي هیأت ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کندوز پوهنتون اړوند اړین معلومات شريک کړل.

ورپسې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، هم د دوی په راتګ خوښي وښوده او دغه راز يې په علمي ډګر کې د کندوز پوهنتون په ورستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ډاکټر میر رفيع الله منیب د کندوز پوهنتون له رهبرۍ څخه د مننې وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د پېژندنې او د هغې د موخو، ماموریت او دندو او د کندوز پوهنتون سره د علمي د ګډو علمي څېړنو او نورو علمي برنامو په اړه خبرې وکړې.

هیره دې نه وي چې په ریاست کې دناستې وروسته دکندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق یې هم ملتیا کوله د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل ګل آغا صادق په ګډون د دې پوهنځي له استادانو سره هم د غونډه ترسره شوه چې یو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې.

نېټه: یک شنبه 13/1/1445ه ق، 8/5/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS