د کندز پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مهمه لاسته راوړنه!

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۳

د کندز پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د هڅو په پایله کې د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیواله علمي مجله

(KUIJIS) په یو شمېر معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي بنسټونو کې ثبت او شامله شوې ده

یاده مجله په Google Scholar، Semantic Scholar، Dimensions، Crossref، Scilit، WorldCat او Research4Life په څېر نړیوالو علمي او معلوماتي بنسټونو کې ثبت او شامله شوې، چې دا چاره د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیز فعالیت په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي

په دغو نړیوالو علمي بنسټونو کې د مجلې شاملېدل د پوهنتون د محترمې رهبرۍ د ملاتړ، د علمي څېړنو معاونیت او د مجلې د مسؤلینو د هڅو، د تحریري پلاوي د همکارۍ، د علمي ارزونکو، لیکوالانو او نورو همکارانو د ګډو هلو ځلو پایله ده

د مجلې په یادو نړیوالو علمي ډیټابېسونو کې شاملېدل به د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو اثارو د لا زیات لیدل کېدو، لاسرسي او خپرېدو زمینه برابره کړي او د پوهنتون علمي فعالیتونه به لا پراخ نړیوال مخاطبین ومومي

همدارنګه، د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې په نړیوالو علمي بنسټونو کې شاملېدل به د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیز مقام په پیاوړتیا او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د علمي اعتبار او شهرت په لا زیاتېدو کې مهم رول ولري .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندز پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مهمه لاسته راوړنه!

د کندز پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د هڅو په پایله کې د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیواله علمي مجله

(KUIJIS) په یو شمېر معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS