په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او دیني درس وړاندې شو

دغه درس د کندوز پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت له لوري وړاندې شو، چې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو په کې ګډون کړی و

مولوي صاحب عبدالهادي همت په خپله وینا کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د بیت‌المال د ساتنې، د عامه شتمنیو د مسؤولانه استعمال او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې

نوموړي پر استادانو، کارکوونکو او محصلانو ټینګار وکړ چې د بیت‌المال ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت دی او هېڅوک باید د عامه شتمنیو په اړه له بې‌پروایۍ، ناسم استعمال او خیانت څخه کار وانخلي

د کندوز پوهنتون رئیس زیاته کړه چې د بیت‌المال ساتنه امانت دی او هر څوک باید د خپلو مسؤولیتونو په ترسره کولو کې د امانتدارۍ، صداقت او مسؤولیت احساس ولري

دغه علمي او دیني درس د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS