کندوز پوهنتون کې د کانکور آزموینې ګډونوالو د بایومتریک بهیر پیل شو
د آزموینو عمومي ادارې له لوري د کندوز ولایت لپاره د کانکور آزموینې عمومي سرټیم ښاغلي مولوي ذکرالله ذاکر او د کندوز زون د آزموینو محترم آمر ضیاءالرحمن «بسام» په همغږۍ، د کانکور آزموینې د ګډونوالو د بایومتریک بهیر نن سهشنبه په کندوز پوهنتون کې په رسمي ډول پیل شو.
د معلوماتو له مخې، د بایومتریک پروسه به د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره کېږي، او د کانکور آزموینه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې واخیستل شي.
همدارنګه د کانکور آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، هغه ګډونوال چې د آزموینې په کارتونو کې یې د “لومړۍ ورځې” یادونه شوې وي، آزموینه به یې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي، او هغه ګډونوال چې په کارتونو کې یې د “دویمې ورځې” یادونه شوې وي، آزموینه به یې د جمعې په ورځ واخیستل شي.
نېټه: سه شنبه،
۱۴۰۵/۲/۲۹ هـ ش
