د کندز پوهنتون 80 تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې درې میاشتنی پروګرام پای ته ورسېده

kundoz_admin
Wed, Oct 18 2023 9:32 AM
rtybdf

د کندز پوهنتون 80 تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې درې میاشتنی پروګرام پای ته ورسېده.

یاد پروګرام د کندوز پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو 80 تنو محصلینو ته د محصلینو خدماتو او انسجام آمریت له لوري د کمپیوټري مهارتونو د لوړولو په موخه پیل شوی وو چې نن ورځ رسماً د امن په فضا کې پای ته ورسېده.

د دغه پروګرام په پای غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ،د د څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو ،د استادانو، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي ، د محصلینو خدماتو انسجام آمر ښاغلي صفی الله الکوزي او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون د رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ګډونوالو ښه راغلاست ترڅنګ یادو محصلینو ته وویل: هیله ده چې په دې دریو میاشتو کې تاسې ډېر څه زده کړي وي، همدا راز هميش په دا ډول علمي او عملي پروګرامونو کې ګډون ترڅنګ خپل ظرفيتونه لوړ او استعدادونه په کار واچوئ. دغه راز يې د اس ل ا م له نظره د زده کړو په ارزښت خپلې علمي ویناوې وکړې.

ورپسې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب په ګډون د څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي صاحب هم خپلې علمي ویناوې ګډونوالو سره شریکې کړې.

یاده غونډې د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو 80 محصلینو ته د تصديق پاڼو په ورکلو سره پای ته ورسېده.

یادونه: د محصلينو د خدمتونو د انسجام آمریت په روان تحصیلي کال کې د محصلینو د علمي او عملي ظرفیت د لوړولو په موخه نور پروګرامونه هم لري.

نېټه:یک شنبه 29/3/1445ه ق ، 23/7/1402ه ق

Latest news

Sun, Apr 27 2025 10:49 AM
Background image

گزارش پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

 

ریاست پوهنتون کندز

معاونیت علمی

پوهنځی ستوماتولوژی

 کمیته فرعی پلان استراتیژیک

 

گزارش  پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

  • نظارت ریس پوهنځی از کمیته های فرعی ،امورات. . .

BACK TO NEWS