په کندوز پوهنتون د ا م ا ر ت پېژندنې او الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ پايلې د ېوې غونډې په ترڅ اعلان شوې

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۴:۵۴
45645ty

په کندوز پوهنتون د ا م ا ر ت پېژندنې او الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ پايلې د ېوې غونډې په ترڅ اعلان شوې

په یاده غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، د ولايت مقام استازو ،د دریاستونو محترمو رئيس صاحبانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو د کندوز ولايت مخورو مشرانو ،د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

غونډه د پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ګډونوالو ته په ښه راغلاست سره پېل شوه ، او د کتاب لوستنې د سیالۍ د بهیر غوره محصلینو ته د مطالعې او په عصري دور کې د مطالعې ګټې اړوند خپلې علمي ویناوې وکړې.

ورپسې د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب ، بریالیو محصلینو ته مبارکۍ ترڅنګ ،‌د کتاب لوستنې سیالۍ د بهیر ټول ګډونوال محصلین یو خواریکښه او د ښه راتلونکي محصلینو تنطیم کوونکي وبلل او دغه راز يې ګډوالو ته د یادې لړلۍ پوره معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د ولايت محترم مقام استازي په ګډون د یوشمېر مخورو د پوهنتون محصلین د مطالعې کولو ته وهڅول او خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

په غونډه کې د کندوز ولايت تکړه ترانه ویونکي ښاغلي قاري صاحب محمد درويش خاکسار په خپل خوږ غږ ګډونوالو ته حماسي ترانه وړاندې کړه.

هېره دې نه وي چې د غونډې د پای شېبو کې د محصلینو چارو معاونیت له لوري د کتاب لوستنې سیالۍ د ازموينې او د پالیو د اعلان ځانګړې کميټې ، د الحق المبین او ا م ا ر ت پېژندنې کتابت لوستنې سیالۍ د بهیر د الحق المبین کتاب غوره محصل د کرنې پوهنځي څخه قاري محمد جميل د عبدالکریم زوی لومړۍ مقام لرونکی او دغه راز ا م ا ر ت پېژندنې کتاب غوره محصل د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې څخه ، نوید امت د محمد نبي زوی د بهیر غوره محصلین اعلان او د یو یو غوره کمپيوټر ورته د تحفې او هڅونې په پار ډالۍ شو.

او همدارنګه د الحق المبین کتاب دوهم مقام لرونکې ته یو مبایل او د ا م ا ر ت پېژندنې کتاب دوهم مقام لرونکې ته یو باسیکل او دغه راز 20 محصلینو ته د مشرانو په لاسونو تصدیق نامه ورکړل شوې.

غونډه د کندوز ولايت د عدليې محترم رئیس ښاغلي ش ی خ صاحب عزيز الله سعیدي په دعا پای ته ورسېده.

نېټه: پنجشنبه. 4/4/1445 ه ق ، 27/7/1402ه ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۴۹
Background image

گزارش پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

 

ریاست پوهنتون کندز

معاونیت علمی

پوهنځی ستوماتولوژی

 کمیته فرعی پلان استراتیژیک

 

گزارش  پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

  • نظارت ریس پوهنځی از کمیته های فرعی ،امورات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS