د کندز پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مهمه لاسته راوړنه!

kundoz_admin
Mon, Sep 21 2026 10:13 AM

د کندز پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د هڅو په پایله کې د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیواله علمي مجله

(KUIJIS) په یو شمېر معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي بنسټونو کې ثبت او شامله شوې ده

یاده مجله په Google Scholar، Semantic Scholar، Dimensions، Crossref، Scilit، WorldCat او Research4Life په څېر نړیوالو علمي او معلوماتي بنسټونو کې ثبت او شامله شوې، چې دا چاره د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیز فعالیت په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي

په دغو نړیوالو علمي بنسټونو کې د مجلې شاملېدل د پوهنتون د محترمې رهبرۍ د ملاتړ، د علمي څېړنو معاونیت او د مجلې د مسؤلینو د هڅو، د تحریري پلاوي د همکارۍ، د علمي ارزونکو، لیکوالانو او نورو همکارانو د ګډو هلو ځلو پایله ده

د مجلې په یادو نړیوالو علمي ډیټابېسونو کې شاملېدل به د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو اثارو د لا زیات لیدل کېدو، لاسرسي او خپرېدو زمینه برابره کړي او د پوهنتون علمي فعالیتونه به لا پراخ نړیوال مخاطبین ومومي

همدارنګه، د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې په نړیوالو علمي بنسټونو کې شاملېدل به د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیز مقام په پیاوړتیا او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د علمي اعتبار او شهرت په لا زیاتېدو کې مهم رول ولري .

Latest news

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

Thu, Oct 15 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS