د کندوز پوهنتون او په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محترمو استادانو ته درې ورځنی دیني - علمي سمينار پای ته ورسېده

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
15

د کندوز پوهنتون او په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محترمو استادانو ته درې ورځنی دیني - علمي سمينار پای ته ورسېده.

سه شنبه 1444/8/14 چې د 1401/12/16 نېټې سره سمون لري ،د کندوز پوهنتون له لوري درې ورځینی دیني -علمي سمینار د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ ام ارت ي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو، لپاره دایر شوی وو نن ورځ رسماً پای ته ورسېده، په د ياد سمينار کې د کندوز پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو څخه 350 څخه زیات استادانو ، دولتي چارواکو، علماوو کرامو او رسنيو ، ګډون کړی وو.

د یاد سمينار په وروستۍ ورځ لاندې علماوو کرامو ،او شیوخو کرامو، هر يو د لوړو زده کړو محترم وزارت خاص مشاور او د کابل علماوو شورا غړی ش ی خ صاحب م و ل و ي محمد ظاهر خان خادم، ش ي خ‌ صاحب ممتاز الله آغا، م و ل و ي صاحب اسدالله راشد، د کندوز ولايت د حج او اوقافو رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب ضیاءالحق حنفي او مفتي صاحب عبيد الله ، خپل موضوعات په ښه ډول ارائه کولو ترڅنګ د ګډونوالو سالم او نېک نظرونه په ښه توګه ځواب کړه.

د سمینار دپای خبرو لپاره د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، د کندوز پوهنتون او د خصوصي پوهنتونونو محترمو استادانو ته درې ورځنی دیني علمي سمينار ډیر زیات ګټور او ارزښتناکه وباله، همدا راز يې له مرکز څخه راغلي محترمو مېلمنو ترڅنګ د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه مننه وکړه چې د هېواد د علمي کادرونو لپاره يې د داسې سمینارونه زمینه برابره کړې لویه لاسته راوړنه وبلله.

همدا راز په دغه ديني _علمي سمينار په پای کې د کندوز پوهنتون ریاست له لوري يوشمېر علماوو کرام ، چارواکي ، مسؤلین ، او رئیس صاحبان او د دې سمینار تنظم کونکو ته مننه دړه(تندیس) او ستاينليکونه په ورکړې او همداراز د درې ورځیني سمینار د ارزونې فورم له ډکولو ورسته د کندوز ولایت د استناف محکمې رئیس ښاغلي م و ل و ي نورالله نوري په دعا پای ته ورسېده.

د کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS