د کندوز پوهنتون رئيس په ګډون د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، استادانو او محصلينو د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتاب ځانګړې اونۍ او نندارتون لمانځغونډه کې ګډون وکړ.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۴۶
vbn

د کندوز پوهنتون رئيس په ګډون د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، استادانو او محصلينو د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتاب ځانګړې اونۍ او نندارتون لمانځغونډه کې ګډون وکړ.

سه شنبه 8/11/1444 ه ق چې د 9/3/1402 ه ش نېټې سره سمون لري دکندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور محترم ریاست له لوري د کتاب ځانګړې اونۍ او نندارتون ناسته د کندوز ولايت د عامه کتابتون په تالار کې جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م ل و ي صاحب عبدالغفور شهيدزوی‌، د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت ، د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي مطیع الله روحاني ، د کندوز پوهنتون یو شمېر محصلینو د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، د کندوز پوهنتون عمومي کتابتون مدير ، شاعرانو ، لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.

په‌دې نندراتون کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عام کتابتون کتابونو ترڅنګ د کندوز پوهنتون ریاست کتابتون‌، د ښار ګڼ شمېر کتاب پلورنځيو هم خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړل چې د ګډونوالو، فرهنګیانو، شاعرانو او لیکوالانو له تود هرکلي‌ سره پای ته ورسېده.

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS