په کندوز پوهنتون کې د لویو شیخانو او علماوو افتخاري تدریس پرانست غونډه ترسره شوه

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۱۰
65756

په کندوز پوهنتون کې د لویو شیخانو او علماوو افتخاري تدریس پرانست غونډه ترسره شوه.

یاده پرانیست غونډه د د دې علمي بنسټ د اقتصاد پوهنځي تدريسي تالار کې ترسره شوه چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سيد کمال معنوي ،د دې ولايت مخورو علماء کرامو استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

په کندوز پوهنتون کې د لویو شیخانو او علماوو افتخاري تدریس پرانست غونډه د‌کندوز‌ پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت له لوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، تحصیلي مرکزونه د افغانستان د ملت هیلهاو ارمانونو ته د رسېدو ځای وباله او وویل : علمي ځان بیسیاینه، پرمختګ او پراختیا په پوهنتون کې د استادانو او په دیني مدرسو کې د علمای کرامو په هڅو او زیار پورې تړلې ده.

ځکه له دې لارې یو ملت کولای شي چې د دیني او عصري علومو زده کړو په روښنایي کې خپل دنیوي او اخروي موخو ته ورسېږي چې له نېکه مرغه ا.ا.ا دې اړین امر ته ځانګړې پاملرنه لري او د هغې د پرمختګ لپاره ځینې برنامې په پام کې لري.

ور پسې د کندوز ولايت د عدليې رئیس ښاغلي ش ی خ صاحب عزيز الله سعیدي خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې وویل: موږ به په خپل ټول توان سره ستاسو سره پوره کار وکړو ترڅو د خلکو هغه ذهنونو نه چې زموږ په اړه ناسالم نظر لري غلط ثابت کړو.

هیره دې نه وي چې د شیخانو او لوی علماوو له علمي شتمنیو څخه د کار اخیستو په پار به هره میاشت د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د اسلامي ثقافت د کردیت په قالب کې دیني برنامې د پوهنتون محصلینو ته تدریس شي.

غونډه د کندوز ولايت یو مخور ش ی خ صاحب جمال الدین په دعا پای ته ورسېده.

شنبه 18/6/1402 ه ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS